د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د ننګرهار، لغمان، پروان او کاپیسا ولایتونو له یو شمېر دیني علماو، مخورو او سپین ږیرو سره د کتنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. په دغه کتنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې یادو مشرانو له خلکو سره د اسلامي امارت نېک چلند وستایه، د امنیت د ټینګښت او عدالت د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولینو د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو دیني علماو، مخورو او سپین ږیرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، اړوندو ادارو ته به د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو د حل په اړه لازمې لارښوونې وکړي.