د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د بګرامیو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د بګرامیو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او متنفذینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ولسي او سیاسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني یادو مشرانو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د اسلامي امارت مسؤلین شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او د هغوی د ستونزو حل لپاره هڅې کوي.
وروسته مولوي محمد ظفر صدیقي او حاجي زېړي ګل احمدزي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او په مختلفو برخو کې یې خپلې ستونزې د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس سره شریکې کړې.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل: اوس، اسلامي نظام چې د ټینګښت لپاره یې ټولو خلکو قرباني ورکړې ده، په هیواد حاکم دی او د پیاوړتیا لپاره یې باید لا زیات ملاتړ وشي.
نوموړي دېته په اشارې چې د فساد لمن ټوله شوې او د ستونزو حل لپاره د ارګ دروازې پرانیستې دي وویل، د خلکو غږ اورېدل کیږي او اسلامي امارت د هغوی د ستونزو حل لپاره مناسبې لارې چارې لټوي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د حل لپاره ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره شریک شي.#