د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن په بادام باغ څېړنیز او روزنیز فارم کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱ خزاني نندارتون پرانیستل شو.
په دغه نندراتون کې د رئیس الوزراء سیاسي او اداري مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، د خصوصي سکتور استازو او همداراز یوشمېر بزګرانو، مالدارانو او عامو هېوادوالو هم ګډون کړی وو.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په دغو مراسمو کې د هېواد کرنیز اقلیم ته په اشارې سره وویل، افغانستان د حاصل خېزو کرنیزو ځمکو، پاکو اوبو او متنوع اقلیمي شرایطو په لرلو سره د کرنې باالقوه ښه ظرفیتونه او مختلف محصولات لري.
 محترم ملا صاحب زیاته کړه، د اسلامي امارت په بیاځلې حاکمیت سره د کرنې سکتور ته پاملرنه زیاته شوې چې له مخې یې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټ او د بدیل معیشت مختلفې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې مسلسلې هڅې کوي، څو د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او د وارداتو د تعویض مناسب سیاستونه پلي، کرنه میکانیزه، اوبه مدیریت او په دې برخه کې مهمې برنامې تطبیق کړي چې پر اساس به یې زموږ محصولات په کور دننه او بهر کې د سیالۍ جوګه شي.
محترم ملا صاحب د دغه نندارتون ارزښت ته په اشارې سره وویل: «موږ اړتیا لرو چې سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو ته خپل محصولات ورسوو، خو دا چاره هغه وخت لا ښه تطبیق کېږي چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو کیفیت، بسته‌بندۍ، پروسس او ځنځیري ارزښتونو پیاوړتیا ته توجه لا زیاته کړو.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې هر ډول پانګونې ته هرکلی وایي او د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند دغه نندارتون د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازارموندنې په برخه کې مهم وباله او له ټولو بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د محصولاتو معیاري توب ته پاملرنه زیاته کړي.
د یادونې ده چې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په ۳۱ نندارتون کې په ۲۶۳ غرفو کې بېلابېل کرنیز او د مالدارۍ محصولات نندارې ته اېښودل شوي چې څلور ورځې به دوام ولري.