د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستیال محترم مولوي عبدالكبير په کابل کې د محمديه دارالعلوم د فاضلانو د دستار بندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزېر، مرستیالانو، علمای کرامو، حکومتي مسوولینو، او ګڼو عامو خلکو ګډون کړی وو.
په پیل کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزېر شیخ محمد خالد حنفي فارغ شوو علماو ته د مبارکۍ پر مهال وویل، د علم په تر لاسه کولو کې د الله تعالی رضا او د وطن خدمت په نظر کې ولرئ.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر فارغ شوو علماوو ته د فراغت مبارکي وویله او زياته یې كړه، افغانانو په خپل وطن کې په واکمنۍ سره شریعت پلی او امن راوستلی دی.
محترم سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت له بریا وروسته د مدرسې د طالب پر مخ د پوهنتون او د عصري زده کړو د محصلینو پر مخ د مدرسو دروازې پرانیستل شوې دي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي اړیکې د لاپراختیا په حال کې دي او ګڼ هېوادونه له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري.
د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال له کوربه هېوادونو وغوښتل چې افغان کډوال په زور ایستلو ته اړ نه کړي او اجازه دې ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د پخوانیو نظامونو پر خلاف د اقتصادي ودې لپاره لازم کارونه کړي او هڅې روانې دي چې په کور دننه له خپلو ظرفیتونو څخه د تولید لپاره ګټه واخیستل.
محترم مولوي عبدالکبیر د غونډې په پای کې یو ځل بیا فارغانو ته مبارکي وویله او هغوي یۍ په نغدي ډالیو ونازول.