د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسؤلینو سره وکتل

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسؤلینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس محترم شیرین اقا سخي او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو له مسؤلینو سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د خلکو د بېلابېلو اقشارو غوښتنې او وړاندیزونه اوري او د ستونزو د حل هڅې یې کوي. 

وروسته د کسبګرو او هټیوالو خونې رئیس محترم شیرین اقا سخي د دوی د ستونزو حل ته د اسلامي امارت د مسؤلینو د پاملرنې مننه وکړه او یادې خونې د فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړل.

نوموړي په بېلابېلو برخو کې د مالیې راکمولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان وستایه وې ویل، د کابل له فتحې راوروسته موږ د کسبګرو په همکارۍ په بازار کې فعال حضور درلود چې له امله یې د خوراکي توکو ترڅنګ د تېلو او ګازو کموالی محسوس نشو او د خپلو عوایدو حجم مو لوړ کړ.

همداراز د کسبګرو او هټیوالو خونې غړي حاجي ذبیح الله وویل، اوس په ټول هیواد کې نږدې څلور زره د ګازو او تېلو پمپ سټیشنونه فعالیت لري چې الحمد لله په معیاري بڼه رغاول شوي او په پرمختللو سیستمونو سنبال دي.

 نوموړي د جوازونو، غرفه لرونکو او د لاسي توکو پلورونکو ته د مشخصو ځایونو د ټاکلو او د ګازو او تېلو پمپ سټیشنونو د دویم ځلي دواطلبۍ د تجدید نظر ستونزو د حل په برخو کې د ګازو او تېلو پمپ سټیشنونو او نورو کسبګرو غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس سره شریک کړل.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، موږ له بېلابېلو اصنافو، سوداګرو، پانګوالو او عامو ولسونو سره تل غونډې لرو، د دوی غوښتنې او وړاندیزونه مو د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو او د اړتیا پر مهال د اسلامي امارت له رهبري سره شریک کړي دي.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، که موږ افغانستان یو کور فرض کړو، نو نظافت، ابادي، پرمختګ او ساتنه یې زموږ ټولو ګډ مسؤلیت دی، زموږ ولسونو تر څلورو لسېزو زیاتې ستونزې ګاللي، باید له شفقت، نرمۍ او ترحم ورسره کار واخلو.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خپلو خبرو په پای کې د کسبګرو او هټیوالو خونې غړو او د کابل ښار د پمپ سټېشنونو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک شي.#