د نمونه یي روغتون د چارو پر مخ وړو لپاره د ټاکل شوي پلاوي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د عامې روغتیا وزارت سرپرست محترم مولوي نور جلال جلالي او د پلاوي او متخصصینو کمېټې د نورو غړو په حضور کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی د متخصصینو کمېټې غړو د ورسپارل شویو دندو او همداراز د دې روغتون د تعمیراتي چارو د جریان، د وسایلو، تجهیزاتو او اړینې طبي ماشینرۍ د برابرولو او ځای پر ځای کولو او د مسلک او وړتیا پر اساس د ډاکترانو او متخصصو کارکوونکو د ګمارنې پروسې په تړاو، د خپلو کړنو څرنګوالي معلومات ورکړل.
وروسته د ډاکترانو لپاره د ظرفیت لوړولو برنامو ترسره کولو، په بهر کې د مېشتو افغان ډاکترانو او متخصصینو د دعوت، د اداري او خدماتي کارکونکو د ګمارنې او د دې روغتون لپاره د طبي وسایلو او تجهیزاتو برابرولو او خریدارۍ په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.#