د رياست الوزراء اداري مرستيال د ارغنديوال خيريه مؤسسې رئيس سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال د ارغنديوال خيريه مؤسسې رئيس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د ارغنديوال خيريه مؤسسې رئيس محترم ميرويس ارغنديوال سره وکتل. 

د دې کتنې په پيل کې، محترم ميرويس ارغنديوال د یادې خيريه مؤسسې د کړنو، فعاليتونو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل. 

محترم ارغنديوال وويل، دې مؤسسې خلکو سره د مرستې او ښوونې او روزنې ته د خدمت په موخه په مختلفو ولايتونو کې څو ښوونځي جوړ کړي او په پام کې لري، چې په ۳۴ ولايتونو کې ۶۴ نور ښوونځي هم جوړ کړي. نوموړي همداراز زياته کړه، دغه مؤسسه په پام کې لري ولايتي روغتونونو سره د امبولانسونو، لابراتوارونو او درملو مرسته وکړي. 

د ارغنديوال مؤسسې رئيس وويل، هغوی غواړي د خلکو د هوساينې او سوکالۍ لپاره په مختلفو ولايتونو کې کرنيز فارمونه جوړ کړي او د پورته فعاليتونو د ترسره کولو لپاره يې د اسلامي امارت د مسؤلينو د همکارۍ او پاملرنې غوښتنه وکړه. 

ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم ميرويس ارغنديوال سره پر دې کتنې خوښي وښوده او د دې مؤسسې د فعاليتونو او کړنو مننه وکړه.  

د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د ټولو هيوادوالو ځان او مال په هيواد کې خوندي دی او په بهر کې له مېشتو هيوادوالو څخه يې وغوښتل چې بېرته خپل هيواد ته راشي او په ابادۍ او پراختيا کې يې برخه واخلي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې وويل، اسلامي امارت خلکو ته د مرستو رسولو په موخه له هغوی سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.#