د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د کډوالو لپاره له لنډمهالي عمري کمپ څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې، چې د ننګرهار والي محترم حاجي محمد نعيم اخوند او د امارتي ادارو يو شمېر مسئولينو هم د رياست الوزراء اداري مرستيال ملتيا کوله، نوموړي د ياد کمپ له مختلفو برخو له هغې ډلې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت او ثبيت څانګو، جومات، روغتيايي مرکز، کورونو، نقليه وسايطو او مرستندويه مؤسسو څخه ليدنه وکړه او له نږدې يې د راستنېدونکو کډوالو وضعیت وارزاوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له يو شمېر ستنېدونکو کډوالو او همداراز د دې کمپ مسؤلينو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوی غوښتنو ته د رسیدګي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز ټينګار وکړ، چې د کډوالو ستونزو ته رسيدګي د اسلامي امارت له مسؤليتونو او ژمنو څخه دي او مسؤلين هڅه کوي د راستنېدونکو کډوالو لپاره په مختلفو برخو له هغې ډلې د کورونو جوړولو، لومړنيو خدمتونو، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ژوند ښه کولو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز له اړوندو مسؤلينو وغوښتل، چې د کډوالو چارو ته رسيدګي ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.
په پای کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال کډوالو ته په خطاب کې وويل، راستنېدونکي کډوال دې هڅه وکړي خپلو زده کړو، مسلک او امکاناتو ته په پام د هيواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.#