د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې له رییس مهدي پير صالحي او په افغانستان کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل.
د لیدنې پرمهال د ایران د روغتیا وزارت مرستیال وویل، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې خپلې همکارۍ د اوږدمهال لپاره پراخې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت اړوندې ادارې به په یادو برخو کې ورسره پوره همکاري او ګډ کار وکړي.