له یو شمېر اهل تشیع مخورو او علماوو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

له یو شمېر اهل تشیع مخورو او علماوو سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په داسې حال کې د اهل تشیع له یو شمېر مخورو او علماوو سره وکتل چې د کور او ښارجوړولو وزارت مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني هم حضور درلود.
یادو علماوو او مخورو په خپلو خبرو کې د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له همکاریو په مننې وویل، د اسلامي امارت په پرتله بل هېڅ نظام د هزاره او شعیه وګړو غږ نه دی اورېدلی. اسلامي امارت له اړتیا سره سم دوی ته د نظر او مشورو شریکولو موقع برابره کړې ده.
هغوی څرګنده کړه، په ټول هیواد کې د اسلامي امارت چارواکي له ولسونو سره ښه او مناسب چلند لري او پر لاډېرو همکاریو یې ټېنګار وکړ.
دغو علماوو زیاته کړه، په هېواد کې د اشغال د اغېزو ختمولو په برخه کې د حکومت تر څنګ علماء او ملت هم مسوول دي چې باید په ګډه سره کار وکړي.
دوی په هېواد کې د ملي یووالي د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي. دغو علماوو او مخورو د خپلو یو لړ ستونزو د حل وړاندېزونه د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د اهل تشیع مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي امارت سره د هغوی د هڅو او همکاریو ستاینه وکړه.
محترم سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د اهل تشیع علماوو له همکارۍ ډاډمن دی او حکومت هم هڅه کوي چې پر وخت د هغوی نظر او مشورې واورې او ستونزو ته یې حل لارې ولټوي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، امارتي ادارې به د هغوی د ستونزو د حل لپاره لاس پکار شي او غوښتنو ته به یې رسیدګي وشي.3217:27