د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ نن له غرمې مخکې په سپېدار ماڼۍ کې له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون پرانسته وشوه.
په دې مراسمو کې چې د اسلامي امارت د کابینې یوشمېر غړو او د خپلواکو ادارو مسؤلینو هم ګډون درلود، د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه الحاج سراج الدین حقاني وویل، کورنیو چارو وزارت د ملي دفاع وزارت او نورو اړوندو ارګانونو په ګډې همغږۍ په تېرو دریو کالو کې د نشه يي توکو پر وړاندې جدي اقدامات کړي او ګڼې لاسته راړونې لري.
نوموړي وویل، نشه یي توکي نه یواځې د افغانانو، بلکې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی، موږ پدې برخه کې د امکاناتو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ یوو، اړتیا ده چې نړیواله ټولنه مرسته وکړي او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او بزګرانو ته بدیل کښت برابر شي.
ورپسې د ملي دفاع سرپرست وزیر محترم مولوي محمدیعقوب مجاهد له نشه یي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړول لوی نوښت وباله او وې ویل، د ملي اسلامي اردو ځواکونه له نورو اړوندو ادارو سره په بشپړې همکارۍ له نشه يي توکو سره مبارزې ته چمتو دي.
وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل، په افغانستان کې نه یوازې له نشه يي توکو بلکې، له انساني قاچاق او نورو سره هم باید مبارزه وشي. دغه پدیدې د افغان ځوانانو د تباه کولو ترڅنګ له نړیوالو سره د افغانستان پر اړیکو هم منفي اغېز کوي.
همداراز غونډې ته د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي وویل، تر اوسه د ۱۴زره معتادینو درملنه شوې خو د بودیجې، بسترخونو، بشري قوې او د زونونو په کچه د سترو روغتیايي مرکزونو نشتون یې چارې ټکنۍ کړي پدې برخه کې . دې له عامې روغتیا وزارت سره مرستې وشي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور خبرې وکړې او د دې کمېسیون چارې یې مهمې وبللې.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، دا کمېسیون له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د همغږۍ او هدفمنده اقداماتو لپاره رامنځته شوی دی.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی. هغه زیاته کړه، پر افغانستان د امریکا او ناټو له اشغال سره سم په هېواد کې نشه يي توکي زیات او د نړۍ ۹۰ سلنه نشه يي توکي په افغانستان کې تولیدېدل.
نوموړي زیاته کړه، وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم شدیداً زیانمن کړی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.له نړیوالې ټولنې غواړو چې د نشه يي توکو په لمنځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسؤلیتونه اداء کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، دامهال د افغانستان سرحدات، بندرونه او هوايي ډګرونه تر کامل امنیتي پوښښ لاندې دي او له هر ډول فساد څخه پاک دي.
همداراز د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار وویل، په تېرو دریو کالو کې د نشه يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي چې په اړه یې ۲۰زره مظنونین نیول شوي، ۱۴۵۰ د بېلابېلو نشه يي توکو د تولید کارخونې له منځه تللي، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷۰۰۰ هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.#