محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل، الله تعالی پر افغانانو کرم وکړ چې له نړیوال اشغال څخه یې خلاص کړل او داسې سرتاسري امنیت یې ور په برخه کې چې دوی یې له لسیزو ارمان کاوه.
محترم ملا صاحب زیاته کړه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکهمرغه د اسلامي امارت په راتګ سره یې امنیت خوندي شوی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په ترکیه کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د واحد مرکزي نظام په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو په معدن کې له افغانانو سره د اروپایي او آسیایي پانګوالو په مشارکت د قراردادونو ترلاسه کول او پانګونه ده.
د یاد کنفرانس پر مهال محترم ملا صاحب د اسلامي امارت له لوري پانګوالو ته د رامنځته شوو اسانتیاوو په اړه وویل، چې د سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ او اقتصادي ودې په موخه د اقتصادي کمېسیون په ناستو کې د پانګوالو استازي ګډون کوي، په دولتي ادارو کې د پانګوالو او سوداګرو د چارو د ژر ترسره کېدو او بیروکراسۍ د مخنیوي په موخه د اقتصادی معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه ګډه کمېټه جوړه شوې، د کانونو د استخراج په برخه کې کورنیو پانګوالو ته لومړیتوب ورکړل شوی او همدارنګه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله په هدایت د افغانستان د ملي اقتصادي مشورتي بورډ د جوړولو چارې روانې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو استازي هم پکې حضور لري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د یادې غونډې په پای کې وویل، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې د آبادولو مسؤلیت لرو. زه په ترکیه کې له مېشتو افغان پانګوالو پوښتنه کوم چې نور په خپل کور کې کوم ډول شرایطو او زمینه سازۍ ته انتظار کوئ؟! راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.