د اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل

د اسلامي امارت محترم رئيس الوزراء د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د ايران اسلامي جمهوریت د بهرنيو چارو وزير محترم ډاکترسيد عباس عراقچي سره چې د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، نن غرمه په ارګ کې وکتل.  

په پيل کې، محترم الحاج ملا محمد حسن اخند محترم عراقچي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو مسلمانو او وروڼو هيوادونو ترمنځ يې د ډيپلوماتيکو، سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د دغو سفرونو د زياتوالي غوښتنه وکړه. 

د ايران د بهرنيو چارو وزير محترم سيد عباس عراقچي له افغانستان سره د ايران تاريخي، ديني او اقتصادي اړيکو ته په اشارې وویل، خوښ يوو چې له څلورو لسيزو وروسته په افغانستان کې سراسري امنيت ټينګ شوی او په لوړه کچه د ډيپلوماتانو منل او د اړيکو پالل د دې ښودنه کوي، چې ايران د افغانستان اسلامي امارت سره پياوړې اړيکې لري. 

ښاغلي عراقچي وويل، د ايران امنيت او ثبات د افغانستان په امنيت او ثبات پورې تړلی دی او په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو دې نتيجې ته رسولي يوو، چې له اسلامي امارت سره بايد همکاري نوره هم پراخه شي. 

د ايران د بهرنيو چارو وزير په ياد هيواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسيدګي او د اوبو موضوع ته په اشارې وويل، دواړه موضوعات بايد د همکاريو د پراختيا لامل شي او ايران په ابرومندانه ډول د غير قانوني افغان کډوالو ستنولو ته ژمن دی. 

نوموړي وويل، ايران هېڅکله د افغانستان په داخلي سیاست کې د مداخلې نيت نه لري او د اوبو ستونزې د حل لپاره يې د افغانستان او ايران ترمنځ په بشپړ ډول د هلمند د سیند د اوبو تړون د تطبيق غوښتنه وکړه. 

د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند د ايران او افغانستان ترمنځ د پلاويو د تګ راتګ زياتېدو غوښتنه وکړه او وې ويل، اسلامي امارت د تفاهم له لارې له ايران سره د مشکلاتو د حل غوښتونکی دی. 

محترم الحاج ملا حسن اخند وويل، د تفاهم او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند او د اړيکو پالل به د دواړو وروڼو هيوادونو د اړيکو پياوړتيا او د ملتونو د هوساينې لامل وګرځي. 

محترم رئيس الوزراء وويل، د اوبو په موضوع کې افغانستان هيڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او په دې برخه کې د ښه نيت پر اساس تعامل کوي. 

محترم الحاج ملا حسن اخند د ايران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ورورګلوۍ اصولو پر اساس د چلند غوښتنه وکړه او وې ويل، د تاريخ په اوږدو کې په لويه پيمانه د اقتصادي مسايلو له مخې له افغانستان څخه ايران ته د ورغلو افغان کډوالو د اخراج مديريت په لنډه موده کې امکان پذيره نه دی او په دې برخه کې يې له ايران څخه د تدريجي اقداماتو غوښتنه وکړه. 

محترم رئیس الوزراء په ایران کې د افغان کډوالو نیولو ته په اشارې وویل، د ښه ګاونډیتوب او مهربانۍ په اساس دې له هغوی سره چلند وشي.