د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون یو شمېر اعضاوو د یاد کمېسیون د کمېټو مسئولینو، د ننګرهار والي او محلي مسئولینو یې ملتیا کوله پرون په تورخم کې عمري کمپ څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په جریان کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو رئیسانو سره غونډه وکړه، د کمېټو د کار بهیر یې وارزاوه او د رااېستل شویو کډوالو وضعیت یې له نږدې وکوت.
همدارنګه یې د کډوالو وضعیت له مسئولینو سره شریک کړ او وې ویل، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی، محترم رئیس الوزرا او د هغه د مرستیالانو او وزیرانو په ګډون د اسلامي امارت ټول مسئولین کوښښ کوو چې د امکاناتو یرابرولو، د استوګنې سیمو ته د کډوالو ابرومندانه لېږد اسانتیاوې رامنځته او هغوی ته غوره خدمات برابر کړو.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رئیس د ګاونډیو هیوادونو له لوري د کډوالو د اجباري رااېستلو په اړه وویل، زموږ ګاونډیان باید د کډوالو د غیر اصولي اخراج او د هغوی له ازار او ځورولو ډډه وکړي.
نوموړي همدارنګه له بین المللي سازمانونو څخه وغوښتل چې د کډوالو د حقونو د تامین په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او په داخل او بهر کې له افغانانو او د هیواد ملي تاجرانو یې وغوښتل چې په دې حساسه شیبه کې د کډوالو وروڼو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او تر خپله وسه له هغوی سره مرستو ته ادامه ورکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د افغانستان او پاکستان ملتونه د تاریخي، فرهنگي، اجتماعي او دیني اړیکو لرونکي دي او د کډوالو ازار، ځورول او اجباري اېستل به دوه اړخیزه اړیکې زیانمنې کړي او د پاکستان علماوو، سیاسیونو او ملت څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي چې له مهاجرینو سره ظلم ونشي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون رئیس او مل پلاوي چې د کډوالو د وضعیت د ارزونې په موخه دا سفر وکړ، د د راستنېدونکو کډوالو ستونزې یې وارزولې او اړوندو کمېټو ته یې دنده وسپارله چې ژر تر ژره د کډوالو هیوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته رسیدګي وشي.
د یادونې ده چې په دې لیدنه کې یې د کډوالو لپاره د قاسم اباد په نوم د درې زره جریبه په حدودو کې یو ښارګوټی چې له څلور زره زیاتو کډوالو کورنیو د ځایولو ظرفیت لري، پرانیست او مستحقینو ته به ووېشل شي.