د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي سره د رياست الوزراء  مقام د دفتر عمومي رئیس ویډیو کنفرانس

د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي سره د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ویډیو کنفرانس

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچرډ لینډزي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دغه ویډیو کنفرانس کې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ریاست مرستیال ایډمونډ هډلي او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت سیاسي سلاکار فیض محمد وفامل هم ګډون درلود. 

د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د برتانیې ځانګړي استازي ریچرډ لینډزي څخه د دغې زمینې د تنظیم مننه وکړه او د یاد هیواد د بشري مرستو او د افغانستان او سیمې د روانو سیاسي حالاتو په اړه یې رڼا واچوله. 

د برتانیې ځانګړي استازي ریچرډ لینډزي وویل، موږ حالات څارو او له دواړو خواوو سره په اړیکه کې یوو، جنګ د حل لاره نده، نو ښه به وي چې منځګړي هیوادونه لاس په کار او ستونزې د خبرو له لارې حل شي، 

هغه زیاته کړه، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هیوادونه دی او ولسونه یې په یو او بل هیواد کې میشت دي. موږ د مذاکراتو له لارې د شته مسایلو د حل کولو ملاتړ کوو. 

 نوموړي زیاته کړه، هیڅ هیواد له مهاجرو څخه د فشار د وسیلې په ډول د کار اخیستلو ملاتړ نکوي او هر هیواد د دې پرېکړې حق لري چې کوم مهاجر په هیواد کې ومني او کوم مهاجر په پوره درناوي سره خپل هیواد ته ستانه کړي. 

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، اسلامي امارت تل د نړۍ، سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د حسنه اړیکو په لرلو ټینګار کړی. افغانستان او پاکستان له پخوا ښې اړیکې او همکارۍ سره لرلې او زموږ د مذاکراتو ټیم له دوی سره ناستې کړي، خو د هغوی د غیرمعقولو غوښتنو له امله هم مذاکرات بې پایلې وو او هم یې جنګ غوره کړ چې عواقب به یې ښه نه وي. 

محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، غوره ده چې مسایل او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او له همدې امله موږ تل د دوستو هیوادونو د منځګړتوب او مذاکراتو ملاتړ کړی، خو دا اوس له پاکستاني لوري پورې اړه لري چې مذاکراتو او که جنګ ته لومړیتوب ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، د پاکستان حکومتي مسئولین د خپلو داخلي ستونزو د حلولو پرځای په مکرر ډول افغانانو ته ستونزې جوړوي، زموږ مهاجر وطنوال ځوروي، اموال یې مصادره کوي او په ډېره بې رحمي، غیرانساني او اجباري توګه یې اخراجوي او همدارنګه په افغانستان کې په عامو خلکو بمباري کوي، زموږ عام هیوادوال، ماشومان او ښځې شهیدانوي. د دوی د دغو مظالمو په غبرګون کې اسلامي امارت د خپلو خلکو د کلکې دفاع او ساتنې حق لري.