د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت علماوو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې.
د دې لیدنې پر مهال د تخار علماوو او قومي مخورو خپلې ستونزې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د ولس نظام دی، د ولس خدمت او ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت مسؤلیت دی او په پوره اخلاص او صداقت یې ترسره کوي.
د تخار علماوو او قومي مشرانو په یاد ولایت کې د اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو برخو کې د پرمختیايي کارونو ستاینه وکړه او وې ویل، د دغو کارونو په ترسره کېدو سره تر ډېره حده د هیوادوالو ستونزې حل شوې او د نن ورځې په ناسته کې د مطرح شویو ستونزو په هوارېدو سره به د تخار ولایت ولسونو ته لا ښې اسانتیاوې رامنځته او له خدماتو به برخمن شي.
په پای کې محترم ملا صاحب د شریکو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، اړوندو ادارو ته به په دې اړه لازمې لارښوونې وکړي.#