د کابينې نوولسمه غونډه: راستنو شويو مهاجرينو ته د ځمکو وېش لړۍ پر چټکتيا بحث وشو

د کابينې نوولسمه غونډه: راستنو شويو مهاجرينو ته د ځمکو وېش لړۍ پر چټکتيا بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نوولسمه غونډه د رئيس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه، چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث وشو. 

دا غونډه چې د قرانکريم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پيل شوه، د هيواد په مهمو، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو یې بحث او پرېکړې وکړې. 

د کابينې په دې غونډه کې د مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون ته دنده وسپارل شوه، د هيواد په هغو ولايتونو کې چې د مهاجرينو لپاره په کې ښارګوټو ته ځمکې تثبيت شوې دي؛ مستحقو او په شرايطو برابرو راستنو شويو مهاجرينو لپاره دې د ځمکو د توزیع لړۍ پيل شي، ترڅو د ځان لپاره د سر پناه کارونه پيل کړي. 

همدا راز د ياد کميسيون ټولې کمېټې مکلفې کړل شوې چې د راستنو شويو مهاجرينو اړوند خپلو چارو ته متوجه شي او په تثبيت شويو ښارګوټو کې خپلې دندې ترسره کړي. 

په دې غونډه کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په ایران هیواد کې مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یو ټیم ولېږي، تر څو خپلو هیوادوالو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټ اخیستلو، تعلیم کولو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي. 

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پایته ورسېده.