د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ازبکستان له لومړي وزیر سره ولیدل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ازبکستان له لومړي وزیر سره ولیدل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ازبکستان له لومړي وزیر ښاغلي عبدالله عارف ا‌وف سره ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خېرخوا، د قومونو، قبایلو او سرحداتو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د لوړو زدکړو مرستیال لطف الله خیرخوا او د امر باالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو وزارت مرستیال شیخ فقیر محمد محمدي هم حضور درلود، د دوست هېواد ازبکستان لومړي وزیر وویل، ازبکستان لومړنی هېواد و چې اسلامي امارت سره یې رسمي اړیکې پيل کړې او اوس یې هم له اسلامي امارت سره اړیکې په ښه نیت او همکاریو ولاړې دي.

محترم عبدالله عارف اوف د افغانستان او ازبکستان د اړیکو او تعامل پر پراختیا ټینګار وکړوې ویل، په مهمو نړیوالو ناستو کې یې هېواد د افغانستان د دریځ ملاتړ کوي او هغه مسایل مطرح کوي چې پر افغانانو مستقیماً اغېز ولري.

د ازبکستان لومړي وزیر وویل، هېواد یې په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته ژمن دی او د افغانستان په کانونو، برېښنا، کرنې، د تاریخي او لرغونو اثارو او ځایونو په ترمیم او ساتلو او د کلتوري همکاریو د پراختیا په برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړي د افغان ـ ټرانس پروژې عملي کولو لپاره د خپل هېواد د چمتووالي ډاډ ورکړ وې ویل، ازبکستان به د ریل پټلۍ او هوايي چلند په برخه کې سل تنه افغان متخصصين وروزي او د کرنې په برخه کې به پنځوسو افغان محصلینو ته د لوړو زدکړو زمینه برابره کړي.

د ازبکستان لومړي وزیر څرګنده کړه، د ازبکستان تجربې او امکانات به د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا په موخه د افغانانو په اختیار کې ورکړي، دغه راز د افغان محصلینو او سوداګرو لپاره د ازبکستان د ویزو په ورکړه کې هم لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

محترم عبدالله عارف اوف زیاته کړه چې ډېر ژر به په تاشکند کې د اسلامي امارت سفیر په رسمي بڼه ومنل شي. نوموړي همداراز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته هم تاشکند ته د رسمي سفر بلنه ورکړه چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له لوري ومنل شوه.

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر کابل ته د ازبکستان د لومړي وزیر د سفر هرکلی وکړ وې ویل، دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او دوستۍ ښودنه کوي. نوموړي وویل، ازبکستان د افغانستان د یوه بې طرفه ګاونډي په توګه تل په افغانستان کې له سولې او ثبات ملاتړ کړی او اسلامي امارت ازبکستان سره اړیکو ته په خاص اهمیت او ارزښت قایل دی.

محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان او ازبکستان د دوو مسلمانو او ګاونډیو هېوادونو په توګه ډېر مشترکات لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پراختیا او همکاریو ته زمینه برابره کړې ده. دغه راز اسلامي امارت له ازبکستان او د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي، د افغانستان او سیمې اقتصادي پیاوړتیا د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بولي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید اسلامي امارت د افغانستان د مشروع حاکمیت په توګه ومني، په نړیوالو ناستو کې یوازې اسلامي امارت کولای شي د افغانستان او افغانانو استازیتوب وکړي. محترم مولوي عبدالکبیر تمه وښوده، چې په شانګهای سازمان کې دې د افغانستان حضور یقیني او د غړو هېوادونو ګډو اندېښنو ته ځواب وویل شي. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ متوجه نشي. محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د کانونو، اوبو، انرژۍ، ترانسپورټ، صنعت، کرنې او ګڼو نورو سکتورونو کې د پانګونې لپاره ښه ظرفیتونه لري او له ټولو په ځانګړي ډول د ازبکستان پانګوالو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي د افغانستان له جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې، دغه هېواد د سیمې د اتصال د نقطې په توګه مطرح کړي، منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره وصل شي، ځکه د سیمې دا اتصال د افغانستان او ازبکستان له ټرانزیټ او همکاریو پرته نا ممکن دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، د ټاپي، کاسازر او نورو سیمه ییزو پروژو لپاره اسلامي امارت چمتووالی لري او د افغانستان ثبات او توسعه د سیمې له ثبات او توسعې سره مرسته کوي.#