د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د یودېرشم نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د یودېرشم نندارتون د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د یودېرشم نندارتون د پرانستې مراسموکې ګډون او وینا وکړه.
په دغه نندارتون کې د ریاست الوزراء پراقتصادي اواداري مرستیالانو (محترم ملا عبدالغني برادر او محترم مولوي عبدالسلام حنفي) سربېره، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو، ګڼ شمېر پانګوالو، صنعتکاراتو، بهرنیو ډیپلوماتانو او عامو هېوادوالو هم ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د وینا پر مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ او د دې نندارتون له جوړونکو په مننې دا د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو د معرفۍ لپاره غوره لار وبلله.
سیاسي مرستیال وویل، افغانستان د نړیوالو او سیمه ییزو لپاره د خوښې وړ با کیفیته کرنیز محصولات لري، خو له بده مرغه چې اکثره وخت دغه محصولات نړیوالو بازارونو ته نه رسېږي. هیله ده سږ کال د افغانستان تازه او وچې مېوې د تېر کال په پرتله په لوړ کمیت او کیفیت بهر ته صادرې شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان مېوې او نور تولیدات په ځانګړنې توګه قالینې به له دې وروسته د افغانستان په نامه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او افغانستان به په نړیوال اقتصادي میدان کې خپل ځای او نوم نیسي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت له هرې ممکنې لارې د خپلو سوداګرو، پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کوي او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د توکو رسول زموږ د ټولو دنده ده.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور ښه ظرفیتونه لري او په کورنیو او بهرنیو شرکتونو او کمپنیو یې غږ وکړ چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت هوډ لري، چې د کرنې په مکانیزه کولو او د اوبو رسولو سیستم په عصري کولو سره د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا لپاره کار وکړي، په دې برخه کې د نړیوالو ادارو او خصوصي پانګوالو ونډه مهمه ده.
نوموړي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته وویل چې په هېواد کې د لبنیاتو، اصلاح شویو تخمونو او د کرنې مکانیزه کولو ته اساسي پاملرنه وکړي او مسوولې ادارې دې په هغو پروژو تمرکز ډېرکړي چې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا، ځوانانو ته د کار په موندلو او بزګرانو ته د ډېر عاید په برابرولو کې مهمې ثابتېږي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت غواړي افغانستان د غلو دانو له اړخه پر ځان بسیا کړي. د همدې لپاره د قوشتېپې کانال، د لغمان شاهي کانال او په بېلابېلو ولایتونو کې یې د اوبو د مهارولو د بندنو او کانالونو جوړل پیل کړي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر په ګاونډیو او د سیمې هېوادونو غږ وکړ، چې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه ایجاد نه کړي، لارې بندې نه کړي او اجازه ورکړي چې د افغانستان کرنیز محصولات او تولیدات نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.
نوموړ وویل، اسلامي امارت په خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمي او نړۍ په ګټه بولي، له همدې امله له ټولو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د زېربناوو په جوړولو او اقتصادي پیاوړتیا کې پانګونه وکړي.