د لغمان امنيه قومندان سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د لغمان امنيه قومندان سره د رياست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د لغمان امنيه قومندان محترم مولوي نجيب الله بدخشي سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې د لغمان امنيه قومندان د ياد ولايت د اجتماعي، امنيتي او مجاهدینو د وضعیت او د دې ولایت د سيمه ييزو ادارو په ځانګړي ډول امنیه قومندانۍ د کړنو او فعاليتونو په هکله د رياست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.

 محترم مولوي نجيب الله بدخشي زياته کړه، د اسلامي امارت مسؤلین او مجاهدین په لغمان ولايت کې په خپل ټول توان خلکو ته د خدمت، د امنيت د تأمین او هوسا ژوند برابرولو په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه سپموي.

د لغمان امنيه قومندان همداراز په دې‌ ولايت کې د مواصلاتي لارو جوړولو او د انکشافي پروژو موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې پورته ذکر شويو مواردو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د لغمان امنيه قومندان سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د امنیت ټینګښت، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت او دوی ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له تعهداتو او دندو څخه دي او مسؤلین بايد په دې برخه کې له هیڅ راز هڅو درېغ ونکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغو موضوعاتو په اړه چې د لغمان امنيه قومندان له‌ لوري مطرح شول څرګنده کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ذکر شويو مواردو ته رسيدګي وکړي.#