د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته، د هوا ککړتيا مخنيوي پر څرنګوالي او په مرکز ګرميو کې د فلترونو نصب، د نقليه وسايطو کنټرول او د مضرو ګازونو لرونکو سون توکو د سوځولو پر مخنيوي هر اړخيز بحثونه وشول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.#