د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په کابل کې د چين ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي جاو شېنګ او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت سفير ښاغلي جاو شېنګ په مختلفو برخو کې د دواړو هيوادونو د نيکو اړیکو يادونه وکړه او وې ويل، د چين او افغانستان ترمنځ د ښو اړيکو اويا کاله پوره کيږي او دا د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو ژورتيا ښيي.
نوموړي همداراز د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې غوړېدو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، د چين سفارت په وروستي يو کال کې د افغانستان سوداګرو او اتباعو ته ډېرې زياتې ويزې صادرې کړې دي، چې دا پخپله د دوه اړخيزه اړيکو پراختيا او پیاوړتیا ښيي.
د چين سفير د ګاونډيو هيوادونو لخوا اخراج شويو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو، د کرنې په برخه کې په ځينو ولايتونو کې د سړو خونو جوړولو، روغتيا، سروې او د افغانستان د کانونو استخراج لپاره د خپل هيواد تياری وښود او وې ويل، له افغانستان سره د چين ولسي جمهوريت همکاري به دوام ولري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چين سفير او ورسره پلاوي سره په لیدنې خوښي وښوده او کډوالو سره د همکاریو او په نړيوالو غونډو کې د افغانستان دريځ د ملاتړ له امله يې له ياد هيواد څخه مننه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، چين د يو ښه ګاونډي په توګه له ډېر پخوا راهيسې له افغانستان سره سوداګريزې، اقتصادي او سياسي اړيکي لري او په دې موده کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه کوچنۍ ستونزه هم نه ده رامنځته شوې، بلکې د پياوړتيا او پراختيا لپاره يې هڅه شوې او هيله لرو چې په نږدې راتلونکې کې هم د دواړو هيوادونو اړيکي لا زياتې پراخې او پیاوړې شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان په مختلفو برخو کې د چين د پانګونې هرکلی وکړ او همداراز د چين دولت څخه يې وغوښتل، چې د برېښنا د توليد او په عصري ماشينري د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو د تجهيز په برخو کې هم همکاري وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو پای کې وويل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هيوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او له هغوی څخه هم غواړي، چې له افغانستان سره نيکې اړيکي ولري.#