د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ښار له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې د غځېدلي واټ او دروازې د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.
په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو مرستیال محترم قاري عبدالستار سعید د یاد واټ او دروازې پرانیسته د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنه وبلله وې ویل، اوس افغانستان بشپړخپلواک دی او د اشغال پاتې اثار ورځ په ورځ له منځه ځي او نن یې عملاً شاهدان یوو.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې د هیواد د اشغال په ګډون د کابل ښار زرغونه او ډیپلوماتیکه ساحه هم د امریکا او ناټو په واک کې وه، خو لله لحمد ننني مراسم د ماهیت له پلوه خورا ارزښناک او د یوه لوی استعمار او استبداد د پایته رسېدو نښه ده.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د فرهنګي او منیاتورۍ چارو رئیس مفتي محمود ذاکري او د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس محترم مولوي عبدالوکیل د افغانانو د هوساینې او ارامۍ په برخه کې د اسلامي امارت د مشرانو هڅې وستایلې او له ټولو امارتي ادارو او وزارتونو یې د موانعو په لېرې کولو کې د همکاري، مننه وکړه.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست مرستیال انجنیر شریف الله قادري وویل، له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې څه باندې یو کیلو متر اوږد او شپاړس متره پلن غځېدلی واټ کابل ښاروالي د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت په درې میاشتو کې په پاخه او اساسي توګه ترمیم او رغاولی دی.
د عدلیې وزارت مسلکي معین محترم شیخ عبدالکریم حیدر له لوري د دعایې له لوستلو وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدلواسع په لارښوونه عامې روغتیا څلور لار څخه تر اریانا څلور لار پورې غځېدلی واټ او دروازه پرانیستل شو.