د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس ښاغلي پیر کراهنبول او د چین هیواد د سره صلیب اجرائیوي مرستیال ښاغلي وانگ کي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغاني سرې میاشتې رئیس محترم شیخ شهاب الدین دلاور هم حضور درلود، لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د چین هیواد د سره صلیب ترمنځ رامنځته شوې همغږي یې د مرستې رسولوکې مثبت ګام وباله.
ورپسې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس ښاغلي پیر کراهنبول له افغانانو سره د دې کمېټې د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې تر پخوا زیات امنیت او ثبات ټینګ شوی او زیات مثبت بدلونونه رامنځته شوي چې له هغو څخه باید انکار ونشي.
همدارنګه ښاغلي پیر کراهنبول څرګنده کړه، افغانان د سره صلیب نړیوالې کمېټې د توجه په محراق کې قرار لري او له هغوی څخه به هیڅ ډول همکاري درېغ نه شي.
په همدې ترتیب د چین هیواد د سره صلیب اجرائیوي مرستیال ښاغلي وانگ کي د چین او افغانستان ترمنځ د اویا کاله دوستانه اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، موږ د افغانانو د اړتیاوو د ارزونې په هڅه کې یوو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې سره په همغږۍ به له افغانانو سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړو.
نوموړي همدارنګه له افغانانو سره د چین هیواد د سل زره نغدي مرستو او د سل زره مرستندویه کڅوړو خبر ورکړ او وې ویل، موږ په راتلونکي کې هم د همکارۍ د پراختیا غوښتونکي یوو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د چین هیواد او سره صلیب نړیوالې کمېټې د همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت مستحقینو ته د مرستو په رسولو کې هیڅ ډول همکاري نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، د پرلپسې وچکالیو، اقلیمي بدلونونو او له بهرنیو هیوادونو څخه د افغانانو د اخراج له امله افغانان مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.