د فاریاب او جوزجان ولایتونو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د فاریاب او جوزجان ولایتونو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فاریاب او جوزجان ولایتونو یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل.

په پیل کې هغوی د فاریاب او جوزجان ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، په دې ولایتونو کې بشپړ امنیت تامین دی او محلي مسوولین تل د خلکو د ستونزو د لپاره کوښښ کوي.

همدارنگه هغوی د اسلامي امارت له مسوولینو وغوښتل چې د هیواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول په دغو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو تطبیق او د ښوونځیو او مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، د هیوادوالو د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې او لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له دندو او مسوولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هراړخیز کوښښونه کېږي.

د ریاست الوزرا مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام هغو برخو ته رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.