د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د هرات ولایت په صنعتي پارکونو کې د پامیر المونیمي قطیو تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
دا په افغانستان کې د المونیمي قطیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیونه ډالر پانګونه پکې کېږي.
دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.#