د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین محترم شیخ زرمحمد حقاني سره وکتل.
د دغې کتنې په پیل کې محترم شیخ زر محمد حقاني په خپلو خبرو کې د یاد وزارت د فعالیتونو، کړنو او لاسته راوړنو راپور د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته وړاندې کړ.
نوموړي وویل، د ۱۴۴۴ ه-ق کال د حج مراسمو د ګډونوالو شمېر د تېرو کلونو په پرتله پام وړ زیات وو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کړي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د جوماتونو د ترتیب او تنظیم په اړه هم وضاحت ورکړ وې ویل، موږ لدې لارې د هیواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره هڅې کوو.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مسلکي معین سره پر کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د دې وزارت فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دې کوښښ وکړي چې د امکان تر حده افغان حاجیانو ته د لازیاتو غوره خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ ټولو هیوادوالو ته د خدمت په برخه کې خپلې هراړخیزه هڅې درېغ نکړي.