د بدخشان له علماؤ او مشایخو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بدخشان له علماؤ او مشایخو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بدخشان له علماؤ او مشایخو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د بدخشان له علماؤ او مشایخو او همدا راز د پامیرکلان او پامیر خورد ولسوالیو له مشرانو او مخور او مسؤلینو سره په جلا جلا ډول ترسره شوه، دوی د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.

دوی همدا راز د امنیت د تامین او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د سیمه ییزو مسؤلینو هڅې وستایلې او په یادو ولسوالیو کې د سړک او روغتیایي کلینیکونو، مدرسو او ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ یې د برېښنا مزي د غځولو په برخو کې د خلکو غوښتنې شریکې کړې او ورته د پاملرنې غوښتونکي شول.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو په ځانګړي ډول د عامه ذهنونو روښانولو او اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې د بدخشان د علماؤ او مشایخو او د ولسونو د ستونزو په حل کې د مسؤلینو هڅې وستایلې.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سیمه ییزو مسؤلینو پر نېک چلند او صادقانه ډول د دندو پر اجرا ټینګار وکړ وې ویل، مسؤلین دې د خلکو د ستونزو په تشخیص او ټولنیزې هوساینې په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د دوی د غوښتنو په هکله وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام په دې برخه کې رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.#