د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له افغان متخصص سلطان مسعود دقیق سره وکتل

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له افغان متخصص سلطان مسعود دقیق سره وکتل


د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له افغان متخصص سلطان مسعود دقیق سره وکت
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د بشري او پرمختیایي پروژو افغان متخصص سلطان مسعود دقیق سره په خپل کاري دقتر کې وکتل.

په دې کتنه کې محترم ملا عبدالغني برادر افغانستان ته د ښاغلي دقیق راتګ وستایه او زیاته یې کړه، په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر شوي او د ا.ا.ا له پانګوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي زیاته کړه، سلطان مسعود دقیق چې د بشري او پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې ځانګړې تجربې او مهارتونه لري، چمتو دی چې له خپل مسلکي او فني ټیم سره په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو، روغتیا، د برښنا تولید او د کانونو په استخراج کې پانګونه وکړي.
سلطان مسعود دقیق چې د ډېرو عربي هیوادونو په ګډون په افریقا کې د المان او اروپايي ټولنې لویې پرمختایي پروژې پلې کړې، له ۳۸ کاله جلا وطنۍ وروسته هیواد ته راستون شوی دی.