د رياست الوزراء سياسي مرستيال د اکمال تخصص دورې د ډاکټرانو په فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د اکمال تخصص دورې د ډاکټرانو په فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالكبير پرون د اکمال تخصص دورې د ډاکټرانو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې يو شمېر غړو او نورو حکومتي مسؤلینو هم حضور درلود، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر فارغو شویو متخصصو ډاکټرانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او خوښي یې څرګنده کړه، چې د تخصص په دې پړاو کې یوې ډاکټرې خور تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه او لومړی مقام خپل کړی دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په کور دننه د متخصصنو ډاکټرانو د روزنې او د لوړو زده کړو لپاره ښه زمينه برابره شوې او د وياړ ځای دی، چې زموږ ځوان کادرونه د افغان استادانو لخوا روزل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، د اسلامي امارت ټول تمرکز پر پراختیایي چارو او ولس ته د خدمتونو پر عرضه کولو دی. 

محترم مولوي عبدالکبیر د هیواد په روغتیایي سکتور کې د اصلاحاتو یادونه وکړه او فارغو شویو متخصصو ډاکټرانو ته یې په خطاب کې وویل، اسلامي امارت ستاسو ملاتړ کوي او تاسو هم هڅه وکړئ، ترڅو دیني ارزښتونو ته په پام پر روغتیایي سکتور د خلکو باور لا نور هم زيات کړئ.  

هغه د مسؤلو ادارو لخوا د غوره روغتیایي خدمتونو په وړاندې کېدو د ټینګار ترڅنګ له پانګه والو وغوښتل، چې په صحي سکتور کې پانګونه وکړي. 

محترم سیاسي مرستیال د اسلامي امارت پرمختګونو ته په اشارې زياته کړه، هغوی چې په افغانستان کې رامنځته شوي پرمختګونه نشي زغملی، نو منفي تبلیغاتو ته يې مخه کړې ده. 

همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم په دې غونډه کې فارغو شویو متخصصينو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې افغان ولس ته د ښو روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپل ټول زيار وباسي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، د هيواد صحي برخه د ځواب ویونکي سکتور په توګه لا ډېر نوښت او اصلاحاتو ته اړتیا لري او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي لرې پرتو سیمو ته هم روغتیایي خدمات ورسوي.

نوموړي دغه راز وویل، هیواد ته د بې کیفیته درملو د وارداتو مخنیوی د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال هم خبرې وکړې او په روغتیايي سکتور کې د پرمختګونو د يادولو ترڅنګ يې ژمنه وکړه، چې د روغتيايي سکتور د ستونزو حل لپاره به اساسي اقدامات ترسره شي.#