د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فراه والي محترم ملا محمد حافظ مجاهد سره، وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د فراه والي د یاد ولایت د ټولنیز، امنیتي او سیمه ییزې حکومتولي د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په دې ولایت کې بشپړ امنیت دی او مجاهدین شپه او ورځ د امنیت د تأمین او د خلکو د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.
محترم ملا محمد حافظ مجاهد همدارنګه د فراه په لیرې سیمو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړېدو او د پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د فراه د والي کړنې او فعالیتونه وستایل.
نوموړي ټینګار وکړ چې د امنیت او د خلکو د هوسایي تأمین د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او لازمه ده چې محلي مسئولین په دې او د خلکو د ستونزو د حل او خدماتو په برخه کې جدي کوښښونه وکړي
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه د خلکو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه چې د یاد ولایت والي مطرح کرې وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام په دې برخه کې رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.