د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د روان کال د کانکور ازموينې غوره زده کوونکي وستايل.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل: نن خوښ يوو چې زموږ ځوانانو هم په اسلامي تعليماتو او هم په عمومي تعليماتو کې د لوړو نمبرو په ترلاسه کولو سره افغان ملت ته وياړونه په برخه کړل، له همدې وجې دغو ځوانانو، د هغوی محترمو کورنيو، استادانو، د ازموينې ملي ادارې مسؤلينو او ټولو هغو کسانو ته چې د هيواد د اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې سهيم دي، مبارکي وايو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي دغو ځوانانو ته په خطاب کې وويل، اوس د هيواد د ابادۍ او پرمختګ وخت رسېدلی دی او د افغانستان راتلونکی په تاسو پورې اړه لري.
نوموړي زياته کړه، په هيواد کې د اسلامي امارت په حاکميت سره سرتاسري امنیت تأمین شوی او تاسو بايد له دې فرصت څخه په استفادې او هڅو دغه وطن اباد او د پرمختګ پر لور روان کړئ. موږ په ټولو برخو کې متخصصينو ته اړتيا لرو او هيله ده چې په راتلونکې کې ستاسو لمنځه علماء، پوهان، ډاکتران، انجينران، حقوقپوهان، اقتصادپوهان او وړ اشخاص ټولنې ته وړاندې شي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې څرګنده کړه، موږ هڅه کوو چې د هيواد د پوهنتونونو په مختلفو تحصيلي برخو کې د دوکتورا برنامې رامنځته کړو، ترڅو زموږ ځوانان وکولای شي په کور دننه خپلو تخصصي زده کړو ته دوام ورکړي.
د دې مراسمو په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي هغو زده کوونکو ته چې د روان کال کانکور ازموينه کې يې د هيواد په کچه تر ټولو عالي نمرې ترلاسه کړي دي، ډالۍ ورکړې او وې ويل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د هيواد اولادونه په صحيح او سمه توګه زده کړې وکړي او زموږ ګران هيواد او خلکو ته ګټور ثابت شي.#