د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د شينوارو له یو شمېر مخورو او مشرانو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې لیدنه کې هغوی په تېرو څو میاشتو کې د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت له لوري د دوی د ستونزو د حل له امله خوښي څرګنده او د ولسونو د ستونزو په هوارولو کې یې د اسلامي امارت هڅی وستایلې.
راغلو قومي مخورو او مشرانو په خپلو سیمو کې د ولسونو د اقتصادي حالت په هکله د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وويل، دوی په خپلو سيمو کې د بېلا بېلو ستونزو د حل لپاره یو لړ پروژو ته اړتیا لري.
دوی د سیمه ییزو ادارو لخوا د پراختیايي پلان په عملي کېدو کې د ولسونو د مشورو او نظرونو د اورېدو غوښتنه وکړه او له حکومتي ادارو سره يې د خپلې هراړخيزې همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مخورو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت د خلکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړی او هڅې کېږي چې له ممکنو لارو د ولسونو وړاندېزونو ته رسيدګي وشي.
د رياست الوزراء سیاسي مرستیال څرګنده کړه، ستاسې وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به اړین اقدامات ترسره او نظرونو ته په پام به مو د ستونزو حل ولټول شي.#