له ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د هیواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه غونډه وشوه

له ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د هیواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د مالیې، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارتونو د وزیرانو او د انرژي او اوبو وزارت او چارو ادارې د مرستیالانو په حضور نن له غرمې مخکې له ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د هیواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناکې استفادې په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي او د کرنیزو ځمکولپاره د هغو د تامین په موخه جوړه شوې وه، په هغه کې د چکډېمونو او د اوبو د بندونو د جوړولو پروسې پر دوام او له ځمکې لاندې اوبو دخوندیتوب او پیاوړتیا په موخه له اوبو څخه د سمې استفادې په اړه ټینګار وشو.

په پای کې همدارنګه د کرنیزو کانالونو جوړولو، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د څاڅکو سیستم او له اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.