د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف له یو شمېر اعضاوو او هغو علماوو سره چې د مسلکي انکشاف په برخه کې موظف دي وکتل.
په دې کتنه کې، د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف اعضاوو د استادانو د ظرفیت لوړولو او تدریسي چارو د څارنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
هغوی همدارنګه د روزنیزو برنامو په تطبیق کې ځینې ننګونو ته اشاره وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې د زیاتې همکاري غوښتنه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادو راپورونو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د استادانو د مسلکي انکشاف په ارزښت د هیواد د ښوونیز نظام د ښه والي د یو اساسي رکن په توګه ټینګار وکړ.
نوموړي څرګنده کړه، د استادانو پر مسلکي پیاوړتیا پانګونه د راتلونکي نسل په روزنه او د ټولنې پرمختګ کې اساسي رول لري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په پای کې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مسئولین د پوهنې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د روزنې د کیفیت د ښه والي په برخه کې د مؤثرو او رغنده برنامو ملاتړ کوي.