د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن ماسپښین د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند عمومي منشي پاو یو شمېر غړو سره وکتل. په سپیدار ماڼۍ کې په دغه کتنه کې د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند عمومي منشي پوهاند عتیق الله خوشیوال د یاد ګوند د مشر نیکې هیلې او سلامونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل. نوموړي وویل، د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند پخوا هم له اسلامي امارت سره همکار وو او اوس هم د حضرت صاحب د کورنۍ او ګوند په استازیتوب د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ درکوو او موږ په افغانستان کې نور جنګ نه غواړو. د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان د نجات ملي جبهې ګوند استازو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی او ازادانه په کې ژوند کولی شي. نوموړي وویل، اسلامي امارت د افغانانو د قربانیو په نتیجه کې رامنځته شوی او همدارنګه یې د افغانستان د ملي جبهې ګوند له غړو څخه وغوښټل چې په بېلابېلو برخو کې خپلې طرحې په لیکلې بڼه له دوی سره شریکې کړي.