د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر تېر ماښام په دوحه کې د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او ډیپلوماتانو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې، چې په قطر کې د اسلامي امارت سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ او د سیاسي دفتر مشر محترم سهیل شاهین هم حضور درلود، د امریکا، بريټانیا، کاناډا، فرانسې، المان، ایټالیا، سویلي کوریا او استرالیا استازو برخه اخیستې وه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان، سیمې او نړۍ په وضعیت او له دغو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتیا خبرې وکړې.
نوموړي وویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت له فتحې وروسته د عمومي عفوې په اعلان سره نه یوازې چې افغانستان له جګړې او وینې تویېدو وژغول شو؛ بلکې په افغانستان کې دښمنۍ او عقدې له منځه لاړې.
نوموړي زیاته کړه، دا مهال هیڅوک د پخوانیو دندو له امله له ګواښ سره مخ نه دي او سلګونه پخواني مقامات د اړیکو کمېسیون له لارې هېواد ته ستانه شوي دي. هغه وویل، دا مهال د تېرې ادارې سلګونه چارواکي په هېواد کې مېشت دي او ډاډه ژوند کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې له هیچا سره نزاع او مشکل رامنځته کول نه غواړي، بلکې غواړي چې د دوحې تړون په رعایتولو سره له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري.
نوموړي له هغو هېوادونو څخه چې د افغانستان سیاسي استازولیو ته یې د اسلامي امارت استازي منلي دي مننه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت د مشروع ملي حاکمیت په توګه حق لري چې په نړیواله کچه د افغانستان استازولي وکړي.
هغه وویل، ټول طرفونه باید د فشارونو پر ځای همکاریو ته توجه وکړي، اسلامي امارت د تعامل لاس غځولی او نړۍ نباید د اسلامي امارت د تعامل غېږه د ضعف په توګه تعبیر او هغه رد کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت د افغانستان مشروع نظام دی چې د افغانستان ولسونه یې ملاتړ کوي او دا ملاتړ د افغانستان تر بل هر نظام څخه پیاوړی او پراخ دی.
هغه وویل، نن په افغانستان کې سرتاسري امنیت تامین دی او لامل یې د خلکو همکاري ده، په افغانستان کې یوه خپلواکه او واحده اداره رامنځته شوې، چې ټول د امیر په اطاعت مکلف دي او هېڅ ډول خودسري، فساد، اختلاس او زورواکي پکې نشته.
محترم مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا وویل، د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ متوجه نشي، تر اوسه نه دی متوجه شوی او په راتلونکې کې به هم پېښ نشي او ټینګار یې وکړ، داعش چې یوه استخباراتي پروژه ده، په افغانستان کې ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ټولو هېوادونو خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري او توقع ده چې د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی وشي.
نوموړي وویل، د افغانستان د وضعیت په اړه په لویدیځو رسنیو کې ناوړه تبلیغات کېږي او له یادو سفیرانو یې وغوښتل، په کابل کې خپل دفترونه او سفارتونه پرانیزي او هلته وضعیت له نېږدې وګوري.
هغه همدارنګه د افغانستان پر بانکي سیستم د محدودیتونو لرې کېدو او د پانګې د ازادېدو غوښتنه وکړه او هیله یې وښوده چې د دوحې د ناستې په دوام په دې برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په تېرو څه کم دریو کالو کې له نشه يي توکو سره د پام وړ مبارزه کړې ده او دا مهال په افغانستان کې د نشه يي توکو کر، تولید او قاچاق صفر ته نېږدې شوی دی.