په پاکستان کې د تحریک لبیک په نوم ګوند لخوا اعتراضیه ناستې پیل شوې وې چې غوښتل یې دغه اعتراض تر اسلام آباد پورې ورسوي او د هغه هیواد له قانون سره سمې مظاهرې وکړي.
خو د پاکستاني فوج لخوا په یادو مظاهره چیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوې چې له امله یې ملکي خلکو ته خورا درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
موږ د ملکي خلکو په وړاندې د دغه راز تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې له امله سخت خواشیني او متأثره شوو.
د وژل شوو له کورنیواو ټول پاکستاني ملت سره خپله خواخوږی شریکوو او ټپيانوته عاجله شفا غواړو.
په پاکستاني حکومت او په حاکم اړخ غږ کوو چې د خپلو خلکو په وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي. والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۷/۴/۲۱ھ ق
۱۴۰۴/۷/۲۱ھ ش — 2025/10/13م