د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ ورځې په مناسبت، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وینا

د اسد ۲۸مه د خپلواکۍ ورځې په مناسبت، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو، د ملي دفاع وزارت او امنیتي سکتور محترمو مسؤولینو او منسوبینو، د کابینې غړو، علمای کرامو، د امارتي ادارو مسؤولینو او ټولو حاضرینو، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

خوشاله یم چې نن د خپلواکۍ د ۱۰۵ کلیزې په مناسبت په جوړې شوې، دغې پرتمینه غونډه کې حضور لرو. تاسو ټولو ته د دې ورځې مبارکي وایم؛

افغانان چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د زبرځواکو له یرغلونو سره مخ شوي، تر هر چا ډېر د ازادۍ او خپلواکۍ په معنی پوهېږي. د همدې لپاره ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې هیچا ته سر نه دی ټيټ کړی او په تش لاس یې د ازادۍ او خپلواکۍ میدان ګټلی دی؛

موږ د انګریزي ښکیلاک پر وړاندې د افغانانو د بریا او خپلواکۍ ترلاسه کولو دا کلیزه په داسې مهال نمانځو چې ایله درې وړاندې موږ له امریکايي اشغاله د افغانستان د ازادۍ ورځ ونمانځله؛

د ازادۍ او خپلواکۍ مبارزې او د استقلال د ترلاسه کولو د ورځو نمانځنه، د ځوانانو او راتلونکيو نسلونو د بیدارۍ، ویښتیا او له تاریخي واقعیتونو د خبرولو لپاره غوره ګام دی؛

متاسفانه چې په تېرو سلو کالو کې افغانستان د خپلواکۍ او استقلال په واقعي معنی پوه نشو، د وخت سترو نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو یې په ملي حاکمیت تېری وکړ او افغانستان د دغو یرغلونو له امله له لسیزو جګړو، ویجاړیو او ناورین سره مخ پاتې شو؛

په تېرو سلو کالو کې د وخت هېڅ زمامدار د ستونزو په اصلي ريښو فکر ونکړ، د حل یوه اساسي لاره یې پیدا نکړه او د افغانستان سیاست د تاریخ په اوږدو کې ناپېیلی پاتې نشو، چې له امله یې جګړو دوام وکړ؛

په افغانستان کې د یرغلونو ماتې او د افغانانو بریاوو دا خبره عامه کړه، چې افغانان د جګړې ډګر ګټي؛ خو د سیاست په ډګر کې ماتې خوري؛

له سلو کالو وروسته موږ او تاسو ته پکار ده، چې د ستونزو د حل په اساسي لارو فکر وکړو. له سل کلن تاریخ دقیقه مطالعه ولرو، د جګړې عوامل، د بهرنیانو مداخلې او د نړیوالو قدرتونو د یرغل لاملونه مشخص کړو؛

تر هغې چې موږ د افغانستان تاریخ دقیق مطالعه نکړو، د راتلونکې لپاره تدابیر نشو نیولی، موږ نباید هر ځل مبارزه وکړو، د جګړې د ډګر اتلان شو خو د سیاست په ډګر کې ماتې وخورو؛

له سلو کالو وروسته اسلامي امارت ته د امریکا او ناټو د اشغال د خاتمې او د پوځي ډګر د بریا ویاړ ور په برخه دی. موږ له شل کلنې مبارزې وروسته په افغانستان کې یو اسلامي نظام حاکم کړ، په ټوله جغرافیه د اسلامي امارت حاکمیت احیاء او ولسونه له دې اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي؛

موږ یو ځل بیا د تاریخ له ازمېښت او امتحان سره مخ یو. موږ باید دا ځل د پوځي بریا ترڅنګ د سیاست د میدان اتلان هم و اوسو. اسلامي امارت د راتلونکې لپاره په خورا احتیاط ګام اخلي. په ټولو هغو عواملو تمرکز شوی چې جګړه زېږوي او افغانستان د نا امنۍ په لور بیايي؛

له سلو کالو وروسته اسلامي امارت، د افغانستان، سیمې او نړۍ وضعیت او سیاستونو ته په کتو خپل بهرنی سیاست ترسیم او ترتیب کړی دی. د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصاد محوره او ناپېیلی دی، چې له ټولو هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې اړیکي او تعامل غواړي؛

زموږ کورنی او بهرنی سیاست د اسلامي احکامو، ملي ګټو، ارزښتونو او لومړیتوبونو پر اساس ترتیب شوی، چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان تلپاتي ثبات او توسعې ته ورسېږي؛

موږ په سیاست کې د افراط او تفریط پر ځای ترجیح ورکوو چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکي د ملي منافعو او عیني شرایطو پر اساس خپل طبیعي سیر طی کړي؛

افغانستان له سلو کالو وروسته یو ځل بیا یو بل یرغل ته ماتې ورکړې، خپلواکي یې ترلاسه کړې او اړتیا ده چې موږ تر پوځي بریا وروسته، سیاسي، اقتصادي او فکري خپلواکۍ ته هم ورسېږو؛

اسلامي امارت، د افغانستان د ستراتېژیک موقعیت څخه په استفادې کوښښ کوي چې د سیمې د اتصال او د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د ټرانزیټ او همکاریو د پراختیا لپاره کار واخلي، موږ غواړو چې د منطقوي پروژو په عملي کولو سره، سیمه د اقتصادي پياوړتیا او ثبات په لور ګامونه واخلي؛

پوځي تحولات او نیابتي جګړې د سیمې د پرمختګ مخه ډپ کوي او د هېڅ هېواد په ګټه یې نه بولو. موږ غواړو چې افغانستان او د سیمې نور هېوادونه د جګړو او تاوتریخوالي پر ځای په همکاریو او پراختیا بحث وکړي؛

زموږ ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید ډاډه اوسي چې د افغانستان له خاورې څخه به چاته ګواښ پېښ نه شي، هیله من یو چې د سیمې هېوادونه هم د افغانستان شرایط درک او له غیر مسؤولانه چلن او څرګندونو ډډه وکړي؛

د سیمې هېوادونه باید له داسې پاروونکیو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د سیمې ثبات او امنیت اخلالوي او د همکاریو روحیه له منځه وړي؛

اسلامي امارت د جګړې او کړکیچ طرفداره نه دی؛ خو د یوه مشروع نظام په توګه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مسؤولیت لري او د دې مسؤولیت په ترسره کولو کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونکړي؛ 

د نن ورځې نمانځنه موږ ته راښيي چې افغانستان سل کاله وړاندې د یوه منظم پياوړي دولت څښتن و، سل کاله وروسته هم په افغانستان کې د همدغسې یوه پیاوړي نظام د رامنځته کېدو تشه موجوده وه، چې خلکو ترې ملاتړ کړی وای، د خلکو غوښتنې یې اورېدلې وای، خپلواک تصامیم یې نیولي وای، په مسلمانه ټولنه کې یې پردي افکار او تجارب نه وای عملي کړي بلکې پر ځای یې اسلامي نظام تقویت کړی وای؛

د خدای تعالی شکر ادا کوو چې دا تشه یې د اسلامي امارت په اډانه کې ډکه کړه او د افغانان یې خپل هدف ته ورسول؛

سل کاله وړاندې د افغانستان بهرنی سیاست له هېوادونو سره په ښو اړیکو ولاړ وو. تېروتنې به هم وې؛ خو له سلو کالو وروسته دا فرصت د اسلامي امارت په اختیار کې دی او غواړي چې له دې فرصت څخه له هېوادونو سره د ښو اړیکو لپاره مثبته ګټه واخلي؛

لله الحمد چې اسلامي امارت د خپلو خلکو په ملاتړ او همکارۍ په افغانستان کې سرتاسري اسلامي نظام رامنځته او د خلکو د خدمت لپاره یې د مسؤولینو دروازې پرانستې وساتلې؛

اسلامي امارت ټول اقوام پر ځان راټول کړي دي، د قومونو ترمنځ یووالی او اتحاد زموږ له مهمو اهدافو څخه دي. متاسفانه چې په شل کلن اشغال کې یو ځل بیا په افغانستان کې د نفاق او کرکې تخمونه کرل شوي وو، هغه ډول چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته یې د مجاهدینو په منځ کې وکرل او افغانستان یې کورنۍ جګړې ته ټیل واهه؛

موږ یو ځل بیا ټولو افغانانو ته د دې شانداره ورځې مبارکي وایو او له اړونده ادارو څخه غواړم چې د افغانستان د استقلال او خپلواکۍ په اړه راتلونکیو نسلونو ته حقایق د لیکنو او کتابونو، فلمونو او نورو ممکنه وسایلو له لارې ورسوي؛

راتلونکي نسلونه باید د نن او پرون له حقایقو څخه باخبره اوسي، د جګړې عاملین وپېژني او همدې عواملو ته په کتو قضاوت وکړي. وال

سلام علیکم ورحمة الله وبرکاته