بسم الله الرحمن الرحیم
إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين. أما بعد:
قال الله عزوجل: قُلْ إِنَّ صَلَاتِى وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ. [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : ۱۶۲]
ژباړه: ووایه! بې له شکه زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ،د کائناتو د پالونکي الله (جل جلاله) لپاره دي. صدق الله العظیم
د افغانستان مسلمان ولس، د اسلامي امارت مجاهدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
له هر څه مخکې د نیکمرغه لوی اختر یا عید الاضحی مبارکي درته وایم. اختر مو مبارک شه. الله تعالی مو د لوی اختر قربانۍ، صدقات، عبادات او دعاګانې قبولې کړه. الله تعالی دې د حجاجو کرامو حجونه، عمرې، طوافونه او د مسلمانانو په حق کې کړې دعاګانې هم قبولې کړي او د حج د دې عظیم عبادت په برکت دې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته الله تعالی اتحاد، ورورولي، خوشحالي او کامیابي ورنصیب کړي. آمین یا رب العلمین.
مسلمانانو وروڼو!
لوی اختر هغه عظیم دیني مناسبت دی، چې د مسلمانانو لپاره نه یوازې خوشحالي لري، بلکې د حج او قربانۍ له امله موږ ته د اتحاد، اخوت، ایثار او د الله تعالی په لاره کې د قرباني ورکولو پیغام هم لري.
په دې ورځو کې لکه څنګه چې د ټولې نړۍ مسلمانان په حرمینو شریفینو کې د حج د فریضې اداء کولو لپاره را یوځای کیږي او ورسره د اسلامي اخوت، اتحاد او همدردۍ مثال وړاندې کوي، همداسې باید ټول مسلمانان د خپل ښار، محلې، کلي او کور په سطحه تر خپل منځ د اخوت،خواخوږۍ او اتفاق نمونه راژوندۍ کړي. له زړونو څخه خپګانونه، بدبینۍ، کرکې او دښمنۍ وباسي. او لکه څنګه چې د اسلام د مقدس دین غوښتنه ده د اسلامي اخوت او ښه ګاونډیتوب اصولو ته په پام سره ګډ ژوند ته ادامه ورکړي.
ډېر د شکر او خوشحالۍ ځای دی، چې لله الحمد مؤمن ولس مو اختر په امن، ډاډ او خوښۍ سره لمانځي. هیڅوک له هیڅ اړخه د ډار او ناامنۍ احساس نه کوي. خلک د هیواد هرې سیمې ته د شپې او ورځې آزادانه سفر کولای شي، کلي او ښارونه مو له بمباریو، جګړو او غمیزو څخه په امان دي. د دې حالاتو په درک سره باید د الله تعالی شکر اداء کړو ځکه په شکر اداء کولو سره د الله تعالی نعمتونو زیاتیږي او دوام پیدا کوي.
ولس ته مو پیغام دا دی چې د خپل اسلامي نظام کلک حمایت او ملاتړ وکړي، د خیر په کارونو کې له مسؤلینو سره مرسته وکړي، ځکه د نظام په ساتنه او تقویه کې د ولس همکاري خورا مهمه ده. بالمقابل په امارتي مسؤلینو غږ کوم چې د ولس خدمت ته په پوره اخلاص او لوړ همت سره ودریږي. په هره برخه کې باید د هیوادوالو د هوساینې او پرمختګ لپاره اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې هیڅ نوع سستي یا غفلت و نه کړي.
ټولو مسلمانانو خصوصا حجاجو کرامو ته مې پيغام دا دی چې د فلسطین مظلوم مسلمانان په خپلو دعاګانو کې یاد وساتي. دا زموږ ایماني وجیبه ده چې له خپلو مسلمانانو وروڼو سره خواخوږي ولرو. د هغوی درد او تکلیف احساس کړو او حتی الوسع ورسره مرسته وکړو.
په پای کې هیله مند یم چې د لوی اختر مراسم به ټولو مسلمانانو په خاص ډول زموږ ځوریدلي ولس په پوره اطمینان او خوشحالۍ سره ترسره کړي وي. الله تعالی دې موږ ته توفیق راکړي چې همیشه دیني مراسم او مناسبتونه په ښه ډول او له شریعت سره سم ولمانځو. الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو ځاني او مالي عبادات په خپل لوی دربارکې قبول وګرځوي.
آمین یا رب العلمین
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء
الحاج ملا محمد حسن آخند