د ارګ برجونه

د ارګ برجونه

د ارګ کلا څلور برجونه لري چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال جوړشوي دي. دغه برجونه په لومړیو کې د ارګ د ښکلا او دفاع لپاره جوړ شول. د ارګ برجونوکې د مدافعانو د خوندیتوب په موخه د هغه وخت د نظامي پوهې پر بنسټ کاږه او معوج تیرکشونه هم جوړ شوي.  د ارګ ټول برجونه په همغه بڼه بیارغاول شوي او د دغو برجونو بامونه له اوسپنې جوړ  شوي. د ارګ برجونه د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې یو څه په عصري بڼه  ترمیم شول؛خو  د تنظیمي جګړو په پایله کې راونړېدل او خراب شول چې د جمهوررئیس حامد کرزي په وخت کې بیا ورغاول شول.