حرمسرای

حرمسرای

حرمسرای د ارګ له لومړنیو ودانیو څخه شمېرل کېږي چې د ودانۍ چارې یې د کوټي باغچې څخه وروسته پېل شوې. د کابل حرمسرای د جوړولو چارې په ۱۳۰۸ ه-ق کال کې چې د (۱۲۶۹ ه-ش)سره سمون خوري د سردار حبیب الله خان تر ریاست او عمومي سرپرستۍلاندې بشپړې شوې. حرمسرای ۳۳ خونې لري او د شاهانو د کورنیو د استوګنې لپاره جوړې شوي دي. د دې کورنیو د خدمت لپاره بشپړ تشکیلات هم په پام کې نیول شوي وو. د ارګ حرمسرای د هغه وخت د حرمسرایونو تر ټولو مهم او ستر حرمسرای شمېرل کېده.