د سلام خانې ماڼۍ

د سلام خانې ماڼۍ

د سلام خانې ماڼۍ د ارګ د اوسنۍ کلا په شمال ختیځه برخه کې د کلاسیکې معمارۍ په سبک جوړه شوې. دغه یو پوړیزه ماڼۍ ۱۲۰ متره اوږدوالی، ۴۰ متره پلنوالی او ۲۰ متره لوړوالی لري. دا ماڼۍ د لوی برنډه لرونکي تالار په ډول  جوړه شوې او په یوه وخت کې د ۱۰۰۰ تنو د ځایولو وړتیا لري. په دې ماڼۍ کې به جشنونه او د اخترونو مراسم ترسره کېدل او په ځانګړو ورځو کې به خلکو په همدې ماڼۍ کې پادشاه ته سلام کاوه، ځکه یې نو سلامخانه ماڼۍ بولي. حکومتي چارواکي او خلک به پادشاه ته د درناوي او اختر مبارکۍ په خاطر سلام خانې ماڼۍ ته راتلل. په ۱۳۰۰ کې د صامت په نوم لومړنی فلم کابل ته له راوړلو وروسته په سلام خانې ماڼۍ کې نندارې ته وړاندې شو. دغه راز په ۱۳۰۹ کې د افغانستان لومړنۍ ملي شورا ( پارلمان) هم په همدې ماڼۍ کې پرانېستل شوه او مرکز یې هم په همدې ماڼۍ کې و.