د ګلخانې ماڼۍ

د ګلخانې ماڼۍ

دغه ماڼۍ د ارګ د کلا په شمال لوېدیځه برخه کې کې واقع ده، پخوا یوازې ګلخانه وه چې د دربار لپاره ګلان په کې ساتل کېدل، خو وروسته په کې ماڼۍ جوړه شوه. د ماڼۍ د جوړېدو دقیقه نېټه معلومه نه ده؛ خو د محمد نادرخان دوبنی کار ي دفتر په همدې ځای کې و.

د محمد ظاهر د پادشاهۍ پر مهال د ګلخانې ماڼۍ په عصري بڼه جوړه شوه. د محمد ظاهر شاه په وخت کې د لومړي وزیر، موقت دفتر هم په همدې ماڼۍ کې و او یا یې هم خپلې کتنې په همدې ځای کې کولې. دا ماڼۍ د بېلابېلو واکمنانو دفتر او د زیاتو خونړیو پېښو شاهده ده. د غویي کودتا پرمهال د افغانستان لومړنی جمهوررئیس سردار محمدداوود خان د ګلخانې ماڼۍ په لومړي پوړ کې زینې ته مخامخ په شهادت ورسېد.