ډبرینه ماڼۍ

ډبرینه ماڼۍ

دغه ماڼۍ د ارګ دکلا په منځ کې د ګلخاڼې ماڼۍ په ۲۵ مترۍ کې د ارګ دشمال ختیځ برج تر څنګ جوړه شوې. پخوا دغه ځای د دربار د اسونو کمند و، کله چې د اسونو کمند له دغه ځایه مرادخانۍ ته انتقال شو، نو د امیر د سلاکارانو او سکرترانو لپاره په کې خونې جوړې شوې، خووروسته بیا د څه وخت لپاره له دغو خونو د نظامي پرسونل لپاره کار اخيستل کېده او یو څه وخت هم شاهي پخلنځی و. د محمدظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال د وسلو زېرمه هم همدلته وه، وروسته په دې ودانۍ کې نورې خونې هم جوړې شوې چې کارګران او خادمان په کې اوسېدل.

دغه ځای په بېلابېلو دورو کې د وخت اړتیاو ته په کتو د مختلفو موخو لپاره کارول شوی. د موقتې ادارې په لومړیو کې یې مخې ته کانتینري دفترونه جوړ شول چې د مطبوعاتو دفترونه، تشریفات او پروګرامونو او دغه راز د ویاند دفتر او د ځینو سلاکارانو دفترونه په کې وو.

دا ودانۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ۱۸۵۵ متره ځمکه باندې په عصري ډول جوړه شوه.