چهارچنار ماڼۍ

چهارچنار ماڼۍ

دغه ماڼۍ د ارګ د کلا په جنوب لویدیځه برخه کې د کوټي باغچې او ارشیف د مخکېنۍ ودانۍ تر منځ، څلورو چنارونو ته مخامخ په درې پوړونو کې جوړه شوی ده. د چهار چنار ماڼۍ د جوړولو چارې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پیل او په ۲۰۱۰ م کې پایته ورسېدې. دغه ماڼۍ د چین د خلکو ولسي جمهوریت په مالي مرسته چینایي انجینرانوجوړه کړه.

چهارچنار ماڼۍ د کنفرانسونو او رسمي ناستو لپاره جوړه شوې. لومړی پوړ یې نسبتاً لوی دی چې د هر ډول کنفرانسونو او غونډو لپاره ترې استفاده  کېږي. د بېلګې په ډول د کابینې غونډې په همدې تالار کې جوړېږي. دغه راز مطبوعاتي کنفرانسونه، د ملي پروژو د قراردادونو د لاسلیک مراسم، له خلکو، مسوولینو او حکومتي کارکوونکو سره کتنې،د ملي او مذهبي ورځو جشنونه او نور مراسم په همدې ماڼۍ کې ترسره کېږي. دا ماڼۍ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې پرانیستل شوه.