ددلکشا ماڼۍ

ددلکشا ماڼۍ

دغه ماڼۍ د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال د ارګ د بڼ په منځ کې جوړه او د پرانیستې پر مهال دلګشا ونومول شوه. ویل کېږي د دې ماڼۍ فلزي اډانه (اسکلیټ) له بریتانوي هند څخه پر فیلانوراوړل شوې، خو د جوړولو چارې یې د ۱۲۹۰ کال د وږي/سنبلې په میاشت کې پیل او د ۱۲۹۵ کال د وږي په میاشت کې چې د ۱۹۱۴ میلادي کال د اګست میاشتې سره سمون خوري، بشپړې او رسماپرانیستل شوه. د دې ماڼۍ د جوړولو په چارو کې انګلیسي، الماني او استرالیایي انجینرانو هم ونډه لرله. دا چې د هغه وخت د ښکلو او لیدلو وړ ماڼیو څخه وه،  دلګشا ونومول شوه. د دلګشا د معمارۍ سبک، فني او تخنیکي مهارتونه، نجاري او حکاکي د هغه وخت د ماڼیو په پرتله بې ساري وو؛ د هغې په نجارۍ، رنګمالۍ او نورو کارونو کې کارول شوي توکي هغه مهال ناممکن برېښېدل. دلګشا ماڼۍ ۱۳ خونې او دوه د غونډو تالارونه (سالونونه) لري.