دویم نمبر ماڼۍ

دویم نمبر ماڼۍ

دویم ماڼۍ هماغه مهال د ارګ د کلا په شمال لودیځه برخه کې د ببرک کارمل دکورنۍ لپاره جوړه شوه. پخوا په دغه ځای کې دوه پوړیزه زېړه ودانۍ وه چېڅه موده ورکې د دربار د وزارتونو دفترونه او د محمد دواوود خان په وخت کې د ارګ د چارو د تنظیم دفترونه هم وو. دغه ودانۍ چې په کلاسلیک سبک جوړ شوې وه د وخت په تېرېدو سره زړه او له کاره ولوېده او پر ځای یې په ۱۳۵۸ کال کې د دویم نمبر ماڼۍ د جوړولو چارې پېل شوې. دا ماڼۍ د جمهوررئیس کرزي په دوره کې د جمهوري ریاست د ساتنې او مراقبت سلاکارې مېرمن رامیکا احمد په هڅو بیاورغاول شوه او د بهرنیو مېلمنو د اوسېدو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېدو. کله به چې د بهرنیو هېوادونو لوړپوړو مېلمنو افغانستان ته سفر کاوه، په دې ماڼۍ کې به اوسېدل.