کوټي باغچه

کوټي باغچه

کوټي باغچه د ارګ لومړنۍ داخلي ودانۍ ده چې  په دوو پوړونو کې تقریباً په ۳۰۰ متر مربع ځمکه په دایروي شکل جوړه شوې. کوټي باغچه د تیموري دورې د معمارۍ په سبک جوړه شوې، د دې ودانۍ د تاقونو، کمانونو او رواقونو (رپکونو) د  معمارۍ سبک د تیموري دورې د معمارۍ سبک سره ورته والی لري.

امیرعبدالرحمن خان له کندهار څخه کابل ته انجینران او معماران راوبلل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د ارګ ودانۍ جوړې کړي. هغوی د کوټي باغچې ماڼۍ د تیموري دورې د معمارۍ له سبک څخه په اقتباس طراحي کړه. د کوټي باغچې د جوړولو چارې په ۱۳۰۰ ه-ق کې پېل او په ۱۳۰۴ ه-ق کې پای ته ورسېدې. د کوټي باغچې له یوې برخې څخه یو وخت د موزیم کار هم اخیستل شوی دی. په ۱۳۰۳ کال د کابل موزیم له باغ بالا څخه د شاهي ارګ کوټي باغچې ته راولېږدول شو او تر ۱۳۱۰ کال پورې په همدې ماڼۍ کې وو. د محمدنادر خان د واکمنۍ پرمهال، موزیم دارالامان ته ولېږدول شو او د محمدظاهرشاه د هدایت پر بنسټ شاهي کتابتون په کوټي باغچه کې جوړ شو.