د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار له یو شمېر مسوولینو سره یوځای د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د وروستیو سېلابونو له امله ځپل شوي سیمې له هلیکوپتر څخه ولېدلې.
جمهوررئیس غني سېلاب ځپلو سیمو څخه له لېدنې وروسته په ارګ کې په جوړه شوې غونډه کې په سروبي ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه د اړوندو مسوولینو راپور واورېد.
په دې غونډه کې جمهور رئیس غني ته د کلیو پراختیا وزیر نصیراحمد دراني، پېښو ته د رسیدهګي په چارو کې د دولت وزیر ویس احمد برمک، د پایخت زون د انکشاف ادارې رئیس الهام عمر هوتکي، د سیمهيیزه ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل او د ښارجوړولو وزارت معین اجمل شمس په یاده ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه خپل راپور وړاندې او په راتلونکي کې د سیلابونو د احتمالي زیانونو او تلفاتو د مخنیوي لپاره جمهور رئیس ته خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهوررئیس غني د یاد پلاوي د راپور او وړاندیزونو له اورېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو شویو کورنیو ته د رسیدهګۍ په خاطر ژر تر ژره بیړنۍ مرستې وشي.
جمهوررئیس وویل،سروبي ولسوالۍ د سېلابونو له زیانونو او تلفاتو څخه د مخنیوي په خاطر تخنیکي مطالعې ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، سروبي ولسوالۍ دې په یوه پلاني سیمه بدله او له سیلابونو څخه د خونديتوب لپاره دې ورته لنډمهاله، منځ مهاله او اوږمهاله پلانونه جوړ شي.
د هېواد جمهور رئیس د کلیو پراختیااو ښارجوړولو وزیرانو او د پایتخت زون د انکشاف ادارې مسوول ته لارښوونه وکړه چې د سېلابونو له ګواښ سره مخ سیمې مطالعه او تشخیص کړي او تر ګواښ لاندې سیمو کې د کورونو جوړولو پرځای دې له خلکو سره په مشوره د کورونو جوړولو لپاره بدیلې سیمې مشخصې کړي.